یو شمېر خلک وايي، عبدالله عبدالله د سولې د بهېر مسوولیت سره باید د پخلاینې لپاره تر بل هر کس ډېر کار وکړي او په دې برخه کې خپل فعالیتونه لا تیز کړي.
دوی وايي، د ملي پخلاینې عالي شورا، چې ډاکټر عبدالله یې مشري کوي د سولې بهیر په برخه کې کوم ځانګړی کار نه دی کړی.
د نوي حکومت له را منځته کیدو وروسته د ولسمشرغني او ډاکټر عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړي له مخې، د ملي پخلاینې عالي شورا به د سولې اړوند ټولې چارې مخ ته وړي او یاده اداره به پنځه مرستیالان لري، چې تر اوسه يې درې تنه نه دي معرفي شوي.
یو شمېر هېوادوال وايي، د سولې په برخه کې چې، له ډاکټر عبدالله څخه څنګه د دوی تمه وه؛ نوموړی د دوی د تمې خلاف روان دی او د سولې په برخه کې یې هېڅ راز سالم فعالیت نه ترسترګو کیږي.
د دوی په وینا، د ملي پخلاینې شورا باید د افغانانو اصلي ارمان او موخې ته، چې سوله ده کار وکړي او په دې برخه کې خپل فعالیتونه په سم ډول مخ ته یوسي.
دوی وايي، ډاکټر عبدالله د کابینې او خپل سهم پر جوړښت او د را منځته شویو لانجو پر حل بوخت دی، چې باید د قدرت د وېش کارونه خلاص او خپل اصلي مسوولیت، چې سوله ده ورته کار وکړي.
هڅه مو وکړه، چې د ملي پخلاینې شورا د فعالیتونو او یادې شورا باندې د خلکو د نیوکو په اړه د ډاکټر عبدالله د ویاند نظر واخلو؛ خو نوموړي زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه. تر دې وړاندي د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله ویلي و، په هڅه کې دي، چې د شورا غړي معرفي کړي، چې په خبره یې دغه کار د بین الافغاني مذاکراتو د مرکچي پلاوي له ماموریت سره مرسته کوي.
ملي پخلاینې عالي شورا باندي د خلکو نیوکي په داسې مهال کیږي، چې هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی تر نورو وختونو زیات شوی او هېوادوال هېله لري، چې د بین الافغاني مذاکراتو پيل سره د سرتاسري سولې خاوندان شي.